په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني نن دوشنبه د مرغومی په لسمه نېټه وویل: په تېرو نهو میاشتو کې، یعنی د د روان هجري لمریز کال له پیل څخه د لیندۍ د میاشتې تر پایه تر یو میلیون ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
حقاني څرګنده کړه: له دې شمېر څخه څه د پاسه ٩٣ زره تنه له پاکستانه، څه دپاسه ١٧ زره تنه له ترکيې او پاتې نور له ايران څخه راستانه شوي دي.
د ایرنا په وینا، په افغانستان کې د دوو لسیزو ناکراریو په ترڅ کې د امریکا او ناټو په مشرۍ د دغه هیواد د اشغال له امله، په میلیونونو افغانان د ایران او پاکستان هیوادونو او په سلګونو زره نور د نړۍ نورو هیوادونو ته کډوالۍ ته اړ شول.
د پیغام پای/
Your Comment